لیګونهنړیوال کریکټ

په مهم وخت کې د هرشیل ګبس تګ، دا به په کولمبو لوبډلې څومره بد تاثیرات وغورځوي؟

د سریلانکا په لنکا پریمیرلیګ کې د کولمبو کینګز لوبډلې مشر روزونکې هرشیل ګبس د دې لوبډلې سره په اساسي وخت کې د مخاښې اعلان وکړ.

هرشیل ګبس د مخاښې اعلان وروسته له هغې کوي چې نوموړی د خپلې مور د ناروغۍ خبریږي د ګبس مور تازه پر کرونا ویروس اخته شوې او هرشیل اړ دی چې کولمبو لوبډله په سخت پړاو کې پریږدي، یاده دې وي چې کولمبوکینګز لوبډله چې د افغانستان څخه پکې قیس احمد هم لوبیږي د شپږو لوبو په ګټلو سره د جدول په سر کې ځای لري، او نن یې نېمه پای لوبه د ګالي لوبډلې سره ده معلومه نده چې کومه لوبډله به د دې لیګ فاینل ته لار پیدا کړي، ګالي تراوسه په دوه سیالیو کټلو سره نېمه پای لوبې ته ځان راویستلی دی، او پنځمه لوبډله چې د رحمن الله ګربز او نوین الحق اړوند وه له دې لیګ څخه بهر شوی ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې