دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هارډیک پانډیا څلور میاشتې وروسته خپل زوی سره ولیدل

هندوستاني الراونډر هارډیک پانډیا څلور میاشتې وروسته له خپل زوی اګیسټا سره یوځای شو او هغه یې په غیږ کې واخیست، د هارډیک پانډیا میرمنې نتاسا ستانکویچ یوه ویډیو شریکه کړې او په کې لیدل کيږي چې هارډیک په کې خپل زوی اګیسټا په غیږ کې نیولی او له هغه سره لوبې کوي، پانډیا هم همدا ویډیو په خپل انسټګرام شریکه کړې. 

هارډیک د روان کال د جولای په ۳۰ مه پلار شو او له هغې څو ورځې وروسته سمدستي د ۱۳ م پړاو ای پي ایل سیالیو لپاره متحده اماراتو ته لاړ بیا يې د اسټرالیا په سفر کې د قرنطین سره سره څو لوبو کې برخه واخیسته او په دا دومره اوږده موده کې نوموړی له خپلې میرمنې او زوی څخه لرې و. 

هارډیک پانډیا چې د هندوستان لوبډلې پیاوړی الروانډر دی څه موده کيږي چې یوازې توپ وهنه کوي او توپ اچونې ته زړه نه ښه کوي ځکه نوموړی د ملا د درد له امله نه شي کولای سمه توپ اچونه ترسره کړي د اسټرالیا سره په لوبو کې هم دده د توپ اچونې کمی و چې هندۍ لوبډله له څو ماتو سره مخامخ شوه. 

د هندي لوبغاړو له مینځه بل لوبغاړی چې په نږدې راتلوونکې کې به پلار شي هغه د بالیووډ سینما د نوموتې اداکارې انوشکا شرما خاوند ویرات کوهلي دی د هغه په اړه وروستي راپورونه دادي چې هغه به د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې پلار شي د ویرات د واده درې کاله تیریږي او درې کاله وروسته به دغه جوړه یو ماشوم ولري د ویرات کوهلي او انوشکا شرما مینه وال هیله لري چې د هغوی لور پیدا شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې