نړیوال کریکټ

میچل سټارګ بیرته له اسټرالیاوۍ لوبډلې سره یوځای کیږي

د اسټرالیا تیز توپ اچوونکی میچل سټارک به بیرته له اسټرالیا لوبډلې سره یوځای شي، نوموړی به د هندوستان خلاف په ټیسټ لوبه کې برخه واخلي کومه چې د ډسمبر په ۱۷ اډلیډ کې پیل کیږي هغه په ورستیو دوه شل اوریزو سیالیو کې د کورنۍ د غړو د ناروغۍ له امله له لوبډلې لرې و، د اسټرالیا کریکټ بورډ د سټارک د بیرته راتلو خبر تائید کړی دی هغوی ویلي چې ميچل سټارک بېرته د ټيسټ په سیالیو کې لوبډلې سره یوځای کیږی.

نوموړي د بیرته راتلو خبر داسې مهال خپریږي چې ددوی اوپنر توپ وهوونکی ډیویډ وارنر هم د لوبې پر مهال ټپی شوی و او اسټرالیا لوبډله له یو شمیر ستونزو سره مخ وه خو د سټارک راتلو له اسټرالیاوۍ لوبډلې دغه فشار لرې کړ او ویل کیږي چې وارنر هم شاید له لوبډلې سره یوځای شي
دغه لوبډلې به د ډسمبر په ۱۷ مه د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ پیل کړي له دې وړاندې یې د دريو يو ورځنيو او دريو شل اوريزه سياليو سیریزونه ترسره کړي چې د یو ورځنیو لوبو سیریز اسټرالیا او د شل اوریزو لوبو سیریز هندوستان ګټلی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې