افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ په نړۍ کې نوی راج چلونکی، قیس احمد : خپل لوبډلمشر او روزونکې ته مې وویل په توپ وهنه کې درته هم لوبې ګټلی شم

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکښ سوکه توپ اچونکی چې اوس مهال په لنکا پريمیر لیګ کې د کولمبو کینګز لوبډلې سره په لوبو مصروف دی نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ما خپل لوبډلمشر او روزونکې ته وویل زه په توپ وهنه کې هم ښه باتور لوبغاړی یم که مخکې چانس راکړئ نو ممکن ښه توپ وهنه وکړم، دا چې لوبډلې راباندې باور وکړ نو مایې هم باور پرځای کړ او ښه توپ وهنه مې وکړه،،

یاده دې وي چې د سریلنکا په لنکا پريمیرلیګ کې لومړۍ نېمه پای لوبه د قیس احمد او حضرت الله ځاځي دوی لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي هره لوبډله چې بریا ترلاسه کوي ډاریک به فاینل ته لار پیدا کوي، دې لیګ کې د نوین الحق، او رحمن الله ګربز اړونده لوبډلې کینډي ټوسکزر تیره شپه ګالي ته لوبه وبایلله چې له مخکې تګ څخه محرومه شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې