دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د میچل سټنر لوبډلمشري، د راس ټیلر نشتون او د نیوزیلینډ لومړۍ شل اوریزه لوبه

په پام کې ده چې پاکستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۸ نېټه خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي، نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله به د کین ویلیمسن، راس ټیلر، ټرینټ بولټ، او لوکې فیرګوسن، په نشتون کې خپل بخت د مېلمه پاکستانۍ لوبډلې پروړاندې وازمایي.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ د لومړۍ شل اوریزې لوبې لپاره سوکه توپ اچونکی میچل سټنر لوبډلمشر کړی، خو دوهمه سیالۍ کې به بیرته کین ویلیمسن خپلې لوبډلمشرۍ ته راوګرځي، د یادلو ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې هم خپل مخکښ لوبغاړی بابر اعظم د ګوتې د ماتیدو وروسته له لاسه ورکړ، پاکستان لاهم پرېکړه نده کړي چې د بابر اعظم پرځای به څوګ پاکستان کرکټ ملي لوبډله رهبري کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې