دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

دایروین فینچ لوبډلمشري، او د میلبورین شرمونکې ماتې

د بیګ باش سیالیو په لړ کې نن شپږمه لوبه هم شوه، دا لوبه د میلبورین ریګینډز، او سیډني سیکسرز، لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس میلبورین لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، سیډني لوبډلې په ټاکل شوي شل اورنوکې د جوش فيلپ د غوره توپ وهنې پرمټ ۲۰۵ منډې جوړي کړي.

د سیډني ورکړل شوی هدف میلبورین لوبډلې پوره نکړ او خپله ټوله لوبډله یې په ۶۰ منډو کې له لاسه ورکړه، د میلبورین لوبډلې سره څلور لوبغاړي پرته له کومې منډې وسوځیدل، او په ۱۴۵ منډو یې د سیکسرز لوبډلې څخه ستره ماته وخوړله، دې لیګ کې سبا یوه لوبه ترسره کیږي چې پکې به سیډني تندر لوبډله، د بریسبین هیټ پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې