دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جنوبي افریقا کرکټ بورډ، کوینټن ډي کاک ته د ټیسټ لوبو لوبډلمشري هم ورکول شوه

د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې مهم اوپنر کوینټن ډي کاک چې د شل اوریزو پنځوس اوریزو لوبو لوبډلمشر و، اوس ورته تازه د ټیسټ لوبو لوبډلمشري هم ورکول شوه.

۸ میاشتې وړاندې ګریم سمیت ویلي و چې کاک ته به هېڅ کله هم د ټیسټ لوبو لوبډلمشري ورنکړي ترکومه چې هغه ځان ثابت نکړي، خو تازه د انتخابي کمېټې پرېکړه وکړه چې کوینټن ډي کاک دا وړتیا لري ترڅو د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د درې واړو فارمټونو لوبډلمشري وکړي، جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډله به د سریلنکا سره د کوینټن ډي کاک په لوبډلمشرۍ کې دوه ټيسټ لوبې ترسره کړي له هغې ورسته به دوه له پاکستان سره او درې ټیسټ لوبې به د استرالیا سره ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې