نړیوال کریکټ

ګریګ چپیل د ویرات کوهلي ستاینه کړې

د اسټرالیا پخواني توپ وهوونکي ګریګ چپیل د هندوستان د کریکټ ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی اوس په اسټرالیا کې تر ټولو غوره اسټرالیاوي کریکټر دی هغه دا خبره وروسته له دې کړي چې په دې وروستیو کې یو شمیر اوازې خپرې شوي چې روحیت شرما باید ددې لوبډلې د لوبډل مشر په توګه وټاکل شي.

د هندۍ لوبډلې پخوانی روزونکی هم په دې باور دی چې په اوس وخت کې کین ویلیمسن، سټیو سمټ او ویرات کوهلي غوره کریکټران دي چې د توپ وهوونکو په توګه یې لویه مبارزه پیل کړې او کوي یې خو ګریګ چپیل وایي ویرات کوهلي هر وخت بریالۍ هڅه کوي او هر وخت د بریا په لټه کې وي ځکه هغه یو زړور کریکټر دی.
نوموړی وایي ” کوهلي یو پیاوړی لوبغاړی دی، هغه اوس وخت کې اسټرالیا کې تر ټولو ښه کریکټر دی ځکه داسټرالیا په خلاف یې ښه لوبډل مشري وکړه، هغه د نړۍ تکړه لوبغاړی دی او هر وخت لوبه کې د مسؤلیت احساس کوي، هغه ټیسټ کریکټ هم خوښوي او نوموړی زیات مینه وال لري”
د یادونې ده چې هندۍ لوبډله اوس مهال په اسټرالیا کې ده د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو وروسته د اسټرالیا سره د ټیسټ لوبو لړۍ هم لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې