دلوبغاړو په اړه

وریندر سهواګ: هارډیک پانډیا به د ټیسټ سکواډ لپاره مهمه برخه وي که چیرې هغه توپ اچونه وکړي

پخواني هندي پیلیز توپ وهوونکی وریندر سهواګ په دې باور دی که الراونډر هارډیک پانډیا یو ځل بیا توپ اچونه پیل کړي نو دی به د هندۍ لوبډلې د سکواډ کلیدي غړی وي، هارډیک د ملا د درد له امله اسټرالیا سره په څو لوبو کې توپ اچونه ونه کړه او یوازې یې توپ وهنه کوله اوس ښایي نوموړی په ټیسټ لوبه کې هم د توپ وهوونکي په توګه لوبه وکړي، سهواګ وایي چې هارډیک د سلیکشن برخې ته ویلي چې دی د الراونډر په توګه نه لوبیږي

سهواګ وایي چې ” که هغه توپ اچونه وکړي نو د ټیسټ لوبې غوره توپ اچوونکی به حساب شي خو زه فکر کوم هارډیک پانډیا به د سلیکشن کومیټې ته ویلي وي چې هغه په ټیسټ سکواډ کې وانخلي ځکه هغه توپ اچونه نه کوي او یوازې یې غوښتل په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې برخه واخلي له هغې وروسته به کور ته ځي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې