لیګونه

قېس احمد لنکا تجارتي لیګ کې خطرناکه توپوهنه ترسره کړه، او خپله لوبډله يې تر بریا ورسوله

قیس احمد نن کولمبو کنګز لوبډلې لپاره په زړه پورې توپوهنه وکړه په٢٢ توپونو يې پنځوسيزه ووهله، چې په دې سره يې خپله لوبډله د جدول سر ته هم راوستله.
د سريلانکا تجارتي لیګ کې تیر ماخستن یو لوبه د ډمبوله وايکينګ او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. کولمبو کنګز پچه وګټله او لومړى یې توپ اچونه انتخاب کړه
د ډمبوله وايکينګ لوبډلې په یادو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٠٣ منډې وکړې او د کولمبو کنګز لوبډلې ته يې د ٢٠٤ منډو لوړ هدف وټاکه.

د دوى له لوري انجيلو پيريرا ٧٤ ناسوځېدلې، نيروشان ډيکويلا ٦٥، داسون شناکا ٢٨ ناسوځېدلې او سميت پټيل ٢٦ منډې وکړې.
د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد تر ټولو لوبغاړو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول،
د ٢٠٤ منډو هدف د کولمبو کنګز لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بريا یې خپله کړه.
قېس احمد په نننۍ لوبه کې ډیره زبردسته او لوبه ترسره کړه ، قیس احمد د ٥ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٢ توپونو ٥٠ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. همدا راز د دوي له لوري ايوانس هم د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٢٤ توپونو ٥٣ منډې وکړې، اشان پريانجن بيا د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٢٨ توپونو ٤٧ ناسوځېدلې منډې وکړې او تيکشيلا ډي سلوا ٣١ منډې ترلاسه کړې

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې