لیګونه

د محمد نبي، نور احمد او ظاهر خان لوبډلې نن په بیګ باش کې لوبیږي

د اسټرالیا هېواد په ستر تجارتي لیګ بیګ باش کې دریمه او څلورمه لوبه نن ترسره کیږي، لومړۍ لوبه په ۹:۳۵ دقیقو د میلبرون سټارز او سیډني ټونډر لوبډلو ترمنځ ده او دوهمه لوبه بیا د میلبرون رینيګاډز ( د محمد نبي او نوراحمد) لوبډله پیرټ سکارچرز سره لوبه کوي چې په ۱۲:۴۵ دقیقو ترسره کیږي

روان لیګ کې تر دا مهال دوه لوبې ترسره شوي چې میلبرون سټارز د زیاتو نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې قرار لري، محمد نبي له وړاندې هم دې لیګ کې لوبیدلی خو د نور احمد لکڼیوال لپاره لومړی ځل دی چې په داسې یو ستر تجارتي لیګ کې اخستل کیږي.

له محمد نبي عیسی خیل، نور احمد لکڼیوال، ظاهر خان سره سره راشد خان او مجیب ځدران هم په دغه لیګ کې اخستل شوي چې له مختلفو لوبډلو سره لوبیږي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې