دلوبغاړو په اړه

د مجیب ځدران په اړه ښه خبر دلته یې ولولئ

افغان لوبغاړی مجیب ځدران اسټرالیا ته له رسیدو وروسته په کرونا ویروس اخته شوی و، خو تازه راپورونه خپاره شوي چې نوموړی ښه شوی دی راپورونه وایي چې نوموړی له روغتون څخه رخصت شوی دی هغه په ګولډ کاسټ روغتون کې بستر و، د مجیب لوبډلې برسبڼ هیټ له روغتون څخه د مجیب ځدران خوشې کیدل تائید کړي دي او ویلي یې دي چې هغه به ډیر ژر له لوبډلې سره یو ځای شي.

د برسبڼ هیټ لوبډلې کپتان کریس لین ویلي چې زموږ لومړۍ ماتې سخته وه موږ مجیب ته ضرورت لرو زه خوښ یم چې هغه ښه شو هغه به د دوشنبې ورځ موږ سره ولوبیږي نوموړی وایي” موږ هغه ته په تمه یو هغه له پخوا راهیسې زموږ د لوبډلې غړی دی هغه یو نړیوال لوبغاړی دی او کولای شې د لوبې مخ بدل کړي”

مجیب الرحمن استرالیا هېواد ته له رسیدو سره سم په کرونا اخته شوی و چې اوس یې د روغ صحت په اړه مثبت راپورونه خپاره شوي دي او ډیر ژر به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې