دلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړی ابراهیم ځدران ۱۹ کلن شو

د ځوان افغان لوبغاړي ابراهیمي ځدران نن د ژوند ۱۹ مه کلیزه ده نوموړی دډسمبر په ۱۲ مه زیږیدلی دی، ابراهیم ځدران الروانډر دی او افغان لوبډلې سره نوی نوی یو ځای شوی دی، د افغانستان په ملي ټیم، نولس کلنو او د کورني کریکت په زیاتو لوبو کې لوبیدلی دی.

هغه د افغانستان لپاره په دوه ټیسټ لوبو کې لوبیدلی چې ۱۴۸ منډې لري، همداراز په یوه یو ورځنۍ او درې شل اوریزو لوبو کې یې هم د ملي ټیم نماینده کړې او لوبیدلی دی، ددې ترڅنګ په افغان نولس کلنو او په پیرسټ کلاسو سیالیو کې لوبیدلی چې پیرست کلاس سیالیو کې ۱۶ لوبو کې ۹۴۸ منډې لري تر ټولو زیاتې یې ۱۰۵ منډې دي ۱۰۴ څلوریزې او ۲۵ شپږیزې هم په دغو سیالیو کې لري.

د افغانستان کریکټ بورډ هم پر فسبوک پاڼه هغه ته د کلیزې مبارکي ورکړې او ورته یې لیکلي ” ابراهیم ځدراڼ ته دې د زوکړې ۱۹مه کلیزه مبارک وي!
ځدراڼ هغه الراونډر لوبغاړی دی چې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو (۲۰۱۹ کال) سیالیو په یوه لوبه کې یې د سیال لوري په پرله پسې توګه درې ویکټې (هېټرېک) غورځولی وې چې دغه کال یې د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه هم ترسره کړې ده.”

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې