افغانستان کریکټ

کوینټن ډی کاک د سویلي افریقا د ټولو فارمټونو کپتان شو

د سویلي افریقا کریکټ بورډ ددې لوبډلې ویکت ساتوونکی بیټسمین کوینټن ډی کاک د افریقا د ټولو فارمټونو د کپتان په توګه وټاکه او دا دروند بار یې ددې ځوان لوبغاړي پر غاړه واچوه او نوموړی اوس د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کریکټ سیزن لپاره ددې لوبو کپتان وټاکل شو.


دا د سویلي افریقا د کریکټ لخوا یوه ناڅاپي پریکړه وه له دې مخکې د سویلي افریقا د کریکټ مشر ګریم سمیټ ویلي و چې موږ به ډي کاک د کریکټ د ټولو فارمټونو د کپټان به توګه ونه ټاکو ترڅو هغه ښې لوبې وکړي مګر نن د افریقا کریکټ ادارې اعلان وکړ چې نوموړی یې د ټولو فارمټونو د کپتان په توګه ټاکلی دی.
له ډی کاک سره په سیالۍ کې د کپتانۍ لپاره اوپنر ډین ایلګر ،عدن مارکرم او همدارنګه ټیمبا باوما هم ول خو د سویلي افریقا کریکټ نوموړی د کپتان په توګه ټاکلی دی.
ډي کاک هم په دې اړه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې زه به د سویلي افریقا د کریکټ لپاره ډیره هڅه وکړم چې پرمختګ وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې