لیګونه

میلبرون سټارز د بیګ باش لیګ دوهمه بریا خپله کړه

په بیګ باش لیګ کې نن دوهمه لوبه ترسره شوه نننۍ لوبه د میلبرون سټارز او بریسبن هیټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې میلبرون بریا ته ورسیده، سټارز لوبډلې دغه لوبه د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

نننۍ لوبه کې لومړی توپ وهنه بریسبڼ هیټ وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۶ منډو کم هدف په مخ کې کېښود ددې لوبډلې لپاره مکس بریانټ ۲۰، چریس لین ۲۰ او ټام کوپر ۲۶ منډې جوړې د میلبرون لپاره په توپ اچونه کې کلټر نایل ۴ دلبر حسن ۲ او کلینټ هینچلیپي یوه ویکټه واخسته.

په دوهم اننګز کې کپتان ګلین مکسول ۴۶ او هیلټن هم ۴۶ منډې جوړې کړې چې هدف یې په ۱۸ اور کې ترلاسه کړ په دې سره یې په بیګ باش لیګ کې دوهمه بریا په خپل نوم ثبت کړه

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې