نړیوال کریکټ

مصباح الحق: پاکستاني لوبغاړي بدبخته دي

د پاکستۍ لوبډلې مشر روزونکي مصباح الحق ویلي چې پاکستاني لوبغاړي بدبخته دي چې په نیوزیلینډ کې په کرونا اخته شول، نوموړی وایي نیوزیلینډ ته تر رسیدو وروسته زموږ اوه لوبغاړي په کرونا اخته شول چې دا یوه لویه بدبختي وه.

پاکستان له نیوزیلینډ سره په روانه میاشت د ټیسټ او شل اوریزو لوبو لړۍ درلوده چې دغه لوبډله نیوزیلینډ ته تر رسیدو وروسته د قرنطیني اصولو د نه عملي کولو له کبله له سختو حالاتو سره مخ شوه چې لس غړي یې په کرونا اخته شول چې اوه ترې لوبغاړي و هغه څه چې پاکستان ته ډیره سخته تمامه شوه.
خو مصباح وایي چې زموږ لوبغاړي اوس ښه شوي او له قرنطین وروسته به تمرینات پیل کړي، پاکستان لوبډلې ته هغه وخت د نیوزیلینډ د حکومت لخوا د پاکستان لوبډلې ته “وروستي اخطار” هم ورکړل شوی و ، وروسته له هغې چې د هغوی یو شمیر لوبغاړو د قرنطین پروتوکول مات کړ نو لوبغاړي یې په کرونا اخته شول

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې