دلوبغاړو په اړه

شهزاد محمدي یو ځل په ټی 10 لیګ کې له ګلیډیټرز لوبډلې سره لوبیږي

افغان چټک توپ وهوونکی او ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي په ابوظبي لس اوریزه سیالیو کې ګلیډيټرز لوبډلې یو ځل بیا له ځان سره وساته نوموړی تیر کال هم له دې لوبډلې سره لوبیدلی و او د ښو لوبو کولو له امله یې یو ځل بیا له ځان سره وساته.

ټي ۱۰ لیګ په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې شهزاد تیر کال ۱۹ څلوریزې او ۱۱ شپږیزې ترلاسه کړې وې چې دا د یوه پیاوړي توپ وهوونکي ښودنه کوي نو موږ یو ځل بیا نوموړی له ځانه سره ساتو ترڅو دهغه له لوبو څخه خوند واخلو

دې لیګ کې زیات شمیر افغان لوبغاړي لوبیدلي و چې د شهزاد ترڅنګ قیس احمد هم خپلې لوبډلې له خان سره ساتلی دی قسی تیر کال له بنګله ټایګرز سره لوبیدلی و او یو ځل بیا یې له ځان سره وساته

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې