دلوبغاړو په اړه

روهېت شرما به ډېر ژر د اسټرالیا پر لوري سفر وکړي

هندوستان کریکټ ملي لوبډله چې په دې ورځو کې د آسټرالیا په سفر کې ده. او هلته به له اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره څلور ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کړي. مګر اوس داسې خبرونه شتون لري چې روهیت شرما ، د محدود اوورانو مرستیال کپتان، د خپل فټنس ازموینه تیره کړې او بریالی شوی دی او هغه اوس کولی شي هر وخت آسټرالیا ته الوتنه وکړي. نو پر همدې بنسټ هغه کولی شي ژر تر ژره په ساحه کې بیټینګ کولو لپاره د آسټرالیا پر لوري حرکت وکړي. د یادولو وړ ده چې د آی پی ایل ۲۰۲۰ په جریان کې، روهیت شرما د هامسټریګز له امله ټپي شو. وروسته له هغه چې هغه د کریکټ په ملي اکاډمۍ کې بیارغونه وکړه

په داسې وضعیت کې، د روهیت دغه بیارغونه به دمخه بشپړ شوی وای، که چیرې هغه د آی پی ایل پایته رسیدو نه وروسته ممبی ته نه وه تللی. نو پر همدې توګه، نن د روهیت د فټنس ازموینه واخیستل شوه، د ای این آی راپور ورکړ چې نوموړي یاده ازموینه په بریالۍ توګه پاس یا بشپړه کړه. د یوې سرچینې پر وېنا چې نوموړی به ډېر ژر د اسټرالیا پر لوري وخوځېږي. خو ښایې هلته له رسیدو سره سم په اسټرالیا کې روهېت شرما د ۱۴ ورځو لپاره د قرنطین موده تیره کړي. که چیرې نوموړی ددسمبر پر ۱۴ مه پرواز وکړي نو د دسمبر پر ۱۵ مه نېټه به هلته ورسېږي او له هغې وروسته به بیا د بند موده تیروې

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې