افغانستان کریکټ

ایرلینډ افغانستان سره د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

ایرلینډ لوبډلې نن له افغانستان سره د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه، افغانستان او ایرلینډ د راتلوونکي ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې درې یو ورځنۍ لوبې لري چې د جنوري په ۱۸ مه به پیل شي خو ایرلینډ لوبډلې له وړاندې دې لوبو ته د انډریو بلبیریني په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.


افغانستان تر دا مهال دې لوبو ته لوبډله نه ده اعلان کړي، ښکاري چې ډیر ژر به یې اعلان کړي له اوږده ځنډ وروسته دا یو ځل بیا د افغانستان د لوبو پیل دی چې په روان ۲۰۲۱ کال کې به له زیاتو نورو لوبډلو سره هم لوبې ولري.

ایرلینډ دې لوبو ته د انډریو بلبرني په مشرۍ ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په کې انډریو بلبیرني (کپتان) ، مارک اډیر ، کورټیس کمپر ، ډیویډ ډیلني ، ګیرت ډیلي ، جوش لټل ، انډریو مکبرین ، بیري مکارټي ، جیمز مککلم ، کیون اوبراین ، نیل راک ، سیمي سینګ ، پاول سټرلینګ ، هري ټیکټر ، لارکن ټکر ، یانګ کریګ شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې