دلوبغاړو په اړه

انډر روسل: د ویست انډیز لپاره لوبیدل زما لومړیتوب دی، خو اوس په لنکا پریمر لیګ کې لوبیږي

ویسټ انډیزی الروانډر انډر رسل وایي چې د خپل ټیم لپاره لوبیدل زما لومړیتوب دی او زه د خپل ټیم لپاره د زړه له تله لوبه کوم، هغه داسې مهال دا خبره کوي چې ویسټ انډیز له نیوزیلینډ سره د لوبو سیریز لري مګر نوموړی د سریلانکا په لنکا پریمیر لیګ کې لوبیږي.

رسل وایي کله زه ایل پي ایل کې واخستل شوم ما د نیوزیلینډ پر وړاندې د سفر وړاندیز رد کړ، مګر وروسته مې غوښتل چې خپله پریکړه بیرته واخلم خو بریالی نه شوم، ځکه د سلیکشن کومیټې راته وویل لوبډله لا له وړاندې غوره شوې او اوس موږ نه شوو کولای چې تا بیرته لوبډله کې راواخلو، نوموړی وایي زموږ روزوونکي فیل سمون راته وویل چې دا تاته یو خبر دی چې لنکا کې ولوبیږې.
انډر رسل دا خبره له هغې وروسته وکړه چې په یو شمیر رسنیو کې په نوموړۍ نیوکې وشوې چې د ویست انډیز لپاره نه لوبیږي مګر تجارتي لیګونو کې لوبیږي رسل ددې خبرې په غبرګون کې وویل” د خپل ټیم لپاره لوبیدل زما لومړيتوب دی زه چې د خپل ټیم لپاره کومه انرژي کاروم کومه هڅه کوم هغه به زه بل هیڅ چیرته ونه کم خلک به هرڅه وایي خو زما ټیم ماته لومړیتوب لري”

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې