دلوبغاړو په اړه

پارتیو پټیل: سوراب ګنګولي زما ریښتینی مشر دی

وهوونکي پارتیو پټیل پرون چهارشنبه له هر ډول کریکټ څخه د استفاع اعلان وکړ، نوموړی ۳۵ کلن دی او له ۱۸ کالو کریکټ کولو وروسته یې د ډسمبر په ۹مه کریکټ سره مخه ښه وکړه او له استفاع وروسته یې وویل چې د کریکټ په تاریخ کې سوراب ګنګولي زما ريښتینی مشر دی او زه به د هغه مرسته هروخت په ياد ولرم.

پټیل د ام اس ډهوني په راتلو سره له کریکټ یو څه وروسته شو ځکه دی هم ویکټ ساتوونکی و او ډهوني هم، خو بیا هم نوموړي په پیرسټ کلاس سیالیو کې ۱۹۴ لوبو کې ۱۱۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.
پټیل له خپلې استفاع وروسته وویل چې دوه لوبغاړو زما په ژوند کې د کریکټ له ډګر ژور بدلون راوست او زه له هغوی خوشحاله یم “انیل کمبل او سوراب ګنګولي ما سره ډیره مرسته کړې زه اوس هم هغه کیپ “خوله” لرم چې لومړۍ تیسټ لوبه کې ګنګولي ماته راکړې وه، زه به همیشه د هغه مرسته په یاد ولرم”
پارتیو پټیل د هندوستان مشهور ویکټ ساتوونکی و چې په خطرناک توپ وهوونکي هم مشهور و

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې