نړیوال کریکټ

هوبارټ هورینګنز د بیګ باش د لومړۍ لوبې بریا خپله کړه

د اسټرالیا هېواد په بیګ باش سیالیو کې نن لومړۍ لوبه د هوبارټ هورینګنز په ګټه تمه شوه ننۍ لوبه کې سسکرز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د لومړۍ توپ اچوونې پریکړه یې وکړه، هوبارټ هوریکنز لوبډلې لومړی اننګز پیل کړ د کولن انګرام او ډیویډ په نیمه سلیزو یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سیالې لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف په مخکې کېښود.

په دوهم اننګز کې سیډني سکسرز لوبډلې ښه پیل وکړ که څه هم لومړۍ ویکټه یې ژر له لاسه ورکړه خو د جیک اډوارډز او جیمز وینز ښې او اوږدې ملګرتیا وشو کولای لوبه اسانه کړي، مګر ددوی له سوځیدو وروسته نور لوبغاړو ښه لوبه ونه کړه او په وروستي اور کې یې د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ومنله.
ددې سالیو دوهمه لوبه سبا د ډسمبر په ۱۱ ترسره کیږي چې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او ظاهر خان هم په کې شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې