دلوبغاړو په اړه

هربجن سینګ له ۲۰۰۳ نړیوال جام راوروسته یواځینی هندي لوبغاړی دی چې تقاعد شوی نه دی

د ۲۰۰۳ نړیوال جام ټول هندي لوبغاړي تقاعد شوي، یوازینی لوبغاړی چې تراوسه یې تقاعد نه دی اخستی هربجن سینګ دی نوموړی د هندوستان لپاره اپ سپینر توپ اچوونکی دی او ددې ټیم ډیر اقتصادي بالر دی.


ددې ډلې وروستي کریکټر پارتیو پټيل و چې پرون چهار شنبه یې له هر ډول لوبو څخه د خپل تقاعد اعلان وکړ، پټیل هم د هندوستان لپاره یو خطرناک توپ وهوونکی و، هغه زیات وخت په ټیسټ لوبو کې ښایسته لوبه کوله او یو پیاوړی ټیسټ کریکټر و، اوس نو د هماغه نړیوال جام یوازینی لوبغاړی هربجن سینګ دی چې خپلو ملګرو یوازې پریښود او تقاعد شوی نه دی.
هربجن سینګ تر اوسه د هندوستان لپاره په ۱۰۳ ټیسټ، ۲۳۶ یو ورځنیو او ۲۸ شل اوریزو لوبو کې لوبیدلی دی او ددې ترڅنګ د هندوستان په ستر تجارتي لیګ ای پی ایل کې هم لوبیږي، نوموړی څو دورې د ممبیي لپاره ولوبید او د هغه راوروسته یې د چینای سوپر کینګز لپاره لوبه وکړه.
هغه هندي لوبغاړي چې په ۲۰۰۳ نړیوال جام کې یې برخه اخستې وه ټولو یې تقاعد اخستی سوراب ګنګولي اوس د بي سي سي آی مشر دی، راهول ډراویډ د یوې لوی اکاډمۍ مشر دی خو سینګ تر اوسه لا له کریکټه استفاع نه ده کړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې