دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سچن ټنډولکر: له ویرات کوهلي پرته هندۍ لوبډله نیمکړې ده

د هندوستان پخوانی توپ وهوونکی سچن ټنډولکر وایي چې له ویرات کوهلي پرته هندۍ لوبډله نیمکړې ده، هغه وایي چې که کپتان ویرات کوهلي له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته هندوستان ته ورشي نو دا لوبډله به د هغه په نه شتون کې نیمګړې وي، خو نوموړی وایي د هغه په نه شتون کې د ځوانو لوبغاړو لپاره زرین او غوره چانس دی ترڅو هغوی ته وخت ورکړل شي چې لوبډله کې ولوبیږي.

ټنډولکر دا خبره وروسته له هغه کوي چې ویرات کوهلي به د اسټرالیا خلاف له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته بیرته هندوستان ته ستون شي او هلته به د خپل لومړي ماشوم د پیدا کیدو پر وخت له خپلې میرمنې سره و اوسي.
د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د روانو لوبو په لړ کې درې پنځوس اوریزې لوبې چې دوه یې اسټرالیا ګټلي او درې شل اوریزې چې دوه یې هندوستان ګټلي ترسره شوي خو د ټیسټ لوبو لړۍ به د ددې میاشتې په ۱۷ مه د دواړو لوبډلو ترمنځ پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې