لیګونه

سمیع الله شینواري زبردسته توپوهنه وکړه او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله

سمیع الله شینواري پرون تیزه او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې ډمبوله وایکینګ ته يي بریا ورپه نصیب کړه او د لوبې غوره لوبغاړي هم شمیع الله  شو.د لوبې په پیل کې ډمبوله وایکینګ ټاس وګټل او لومړی
یې توپ اچونه انتخاب کړه.او ګل ګلیډیټرز لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه.
ګال ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګونتالیکا ۴۶، جی سوریا ۳۹ او راجا پکسا ۳۱ منډې وکړې.

د ۱۶۹ منډو هدف د ډمبوله وایکینګ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۴ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.
سمیع الله شینواري د لوبی په ورستیو  کې چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ يې په ۲۰ توپونو ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز انجیلو پریرا ۴۵ او نیروشان ډیکویلا ۳۸ منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سمیع الله شینواري ته ورکړل شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې