لیګونه

د ۲۰۲۰ بیګ باش لیګ لومړۍ نیمه سلیزه کولن انګرام ووهله

د استرالیا هېواد بیګ باش سیالۍ نن د ډسمبر په لسمه پیل شوې لومړۍ لوبه د هوبارټ هورېکنز او سیډني سسکرز لوبډلو ترمنځ روانه ده چې په لومړۍ اننګز کې ددې سالیو دوه نیمه سلیزې ووهل شوې

د سږ کال بیګ باش لیګ لومړۍ نیمه سلیزه کولن انګرام ووهله نوموړی ۳۵ کلن دی او د سویلي افریقا لوبغاړی دی په خپله لومړۍ لوبه کې یې د سسکرز لوبډلې په خلاف په ۴۲ توپونو ۵۵ منډې جوړې کړې او د ۲۰۲۰ بیګ باش لیګ لومړۍ نیمه سلیزه یې په خپل نوم ثبت کړه.

بل لوبغاړی اسټرالیاوی تایم ډیویډ دی چې هغه هم په نننۍ سیالۍ کې نیمه سلیزه جوړه کړه ده په ۳۳ توپونو ۵۸ منډې جوړې کړې او نیمه سلیزه یې ترلاسه کړه، بیګ نن د ډسمبر په لسمه پیل شوی او د فبروري تر ۶ به دوام وکړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې