لیګونه

د بیګ باش لیګ دلومړۍ لوبې هدف ۱۷۹ شو

د استرالیا هېواد ستر تجارتي کریکټ لیګ نن پنج شنبه د ډسمبر په لسمه پیل شو چې د فبروري تر ۶ نیټې به دوام وکړي به دغه لیګ کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ نور ستر ستر کریکټران لوبیږي، ددې لیګ لومړۍ لوبه نن ۱۲:۳۰ دقیقې دافغانستان پر وخت پیل شوه.
ددې سیالیو لومړۍ لوبه د هوبارټ هورېکنز او سیډني سسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لومړی هدف پکې د هوبارټ لوبډلې له لوري کېښودل شو دې لومړۍ سیالۍ ټاس سسکرز ګټلی و خو هوبارټ ته یې د توپ وهنې وخت ورکړ، هوبارټ په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ۱۷۹ یې سسکرز لوبډلې ته هدف کیښود، چې د سږ کال بیګ باش لیګ لومړی هدف شو.
ددې سالیو دوهمه لوبه سبا د ډسمبر په ۱۱ ترسره کیږي چې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او ظاهر خان هم په کې شامل دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې