نړیوال کریکټ

د انوشکا او ویرات کوهلي مینه وال هیله لري چې د کوهلي لور پیدا شي

ویل کیږي چې هندی کپتان ویرات کوهلي به په راروانې جنورۍ میاشت کې پلار شي، کوهلي اوس مهال په اسټرالیا کې له خپلې لوبډلې سره دی او له اسټرالیا لوبډلې سره د لوبو لړۍ لري هندۍ لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لړۍ اسټرالیا ته بایللې خو د شل اوریزو یې له اسټرالیا ګټلې او ټیست لوبې به د نومبر په ۱۷ پیل شي.

راپورونه وایي چې ویرات کوهلي به له لومړۍ ټیسټ لوبې وروسته دغه لوبډله پریږدي او هندوستان ته به لاړ شي ځکه د هغه لومړی ماشوم د جنورۍ میاشت کې دنیا ته راتلوونکی دی، کوهلي د بالیووډ د مشهورې اداکارې انوشکا شرما سره واده کړی او اوس دواړه د خپل ماشوم د راتلو په تمه دي.
خو د ویرات کوهلي او انوشکا شرما مینه وال په دې هیله دي چې ددې جوړې لومړی ماشوم جنۍ وي، دا غوښتنه له اسټرالیا سره په دریمه شل اوریزه لوبه کې چې په سیډني کې ترسره شوه ددې جوړې مینه والو په یو لویه پرده لیکلی و چې” انوشکا او ویرات کوهلي موږ تمه لرو چې ستاسو لومړی ماشوم جنۍ و اوسي” دا حالات ویرات هم ولیدل او بیخي یې حیران کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې