نړیوال کریکټ

جنوبي افریقا ته د سریلانکا ورتک هم ټکنی شو

په پام کې ده چې سریلانکا کرکټ بورډ خپله لوبډله د همدې ډیسمبر میاستې په وروستۍ نېټه جنوبي افریقا ته واستوي، خو د انګلستان سره د سیالیو د لغوه کیدو وروسته سریلانکا کرکټ بورډ یو ځل بیا د سره په دې غور کوي چې خپله لوبډله افریقا ته ولیږي او کنه؟


دا خبر وروسته له هغې سریلانکا کرکټ بورډ ورکوي چې دوه ورځي وړاندې انګلستان کرکټ بورډ او جنوبي افریقا کرکټ بورډ سره په ګډه په دې صلا شوچې پنځوس اوریزه سیریز لغوه اعلان کړي، باید وویل شي چې په ترسره شوي سفر کې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې په درې واړو شل اوریزو لوبو کې جنوبي افریقا ته په خپل کور کې ماته ورکړه، او د پنځوس اوریزو لوبو سیریز یې ځکه وځنډید چې دوه انګلستاني، یو افریقایي، او دوه د هوټل کارمندان پر کرونا ویروس اخته شوي و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې