لیګونه

ای پی ایل ته سږ کال نور ټیمونه نه اضافه کیږي

مخکې راپورونه خپاره شوي و چې سږ کال به ای پی ایل کې دوه نور ټیمونه اضافه شي او لس ټیمه به جوړ شي خو د هندوستان د کریکټ کڼترول بورډ نن ویلي چې دا د نویو لوبډلو د معرفي کولو لپاره ډیر کم وخت دی او موږ نه شو کولای اوس نوي ټیمونه اضافه کړو، دوی وایي د ۲۰۲۱ کال ای پی ایل سیالۍ مارچ کې پیل کیږي او دومره لږ وخت کې موږ نه شو کولای نور ټیمونه اضافه کړو.

د هندوستان کریکټ کنټرول بورډ وایي “د لوبغاړو اخستل، د ټیمونو جوړول، د مشرانو ټاکل دا به زموږ لپاره ډیره ستونزمنه وي چې دومره لږ وخت کې دا کارونه ترسره کړو موږ وخت ته اړتیا لرو موږ به دا هرڅه ۲۰۲۲ کال ته وځنډوو”.
د بي سي سي ای په وینا چې لس لوبډلې ۹۴ لوبې ترسره کوي موږ باید د ددې د نشر په اړه فکر وکړو نوی تړون باید وکړو، د لوبډلو لپاره باید سپانسر پیدا کړو او نور زیات مسایل دي چې لومړی باید هغه جوړ کړو، بي سي سي ای وایي موږ به د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل وروسته ددې ټیمونو د ځای پر ځای کولو په اړه پلان جوړ کړو او بیا به نوي ټیمونو ته ځای ورکړو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې