دلوبغاړو په اړه

پارتیو پټيل له هرډول کرکټ سره مخه ښه وکړه

پارتیو پتیل له ۱۸ کاله کریکټ وروسته له هر ډول کریکت څخه استفاع وکړه نوموړي ویکت ساتوونکی و او په ۱۷ کلنۍ کې یې کریکټ ته مخه کړې وه، هغه ۲۵ ټیسټ ۳۸ یو ورځنۍ او دوه شل اوریزه لوبو کې برخه واخسته، او خپله وروستۍ لوبه ۲۰۱۸ جنورۍ میاشت کې ترسره کړه.

پتیل د هندوستان لپاره یو خطرناک توپ وهوونکی و، هغه زیات وخت په ټیسټ لوبو کې ښایسته لوبه کوله او یو پیاوړی ټیسټ کریکټر و.
نوموړي په ای پي ایل کې هم له مختلفو لوبډلو سره برخه اخستې وه چې په ۲۰۱۰ کال کې د چینای سوپر کینګز، ۲۰۱۵ کې د ممبیی انډینز او ۲۰۱۷ کې هم له ممبیي سره ولوبیده.
نوموړی د هندوستان لپاره په ټیسټ لوبو کې څلورم ځوان لوبغاړی دی چې لوبې کوي له سچن ټنډولکر، پایش چولا، سیوارا مکریشن وروسته دی د هندوستان لپاره ځوان ټیسټ کریکټر دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې