دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سوریش راینا: هندوستان یو داسې توپ وهوونکي ته اړتیا لري چې وخت ناوخت توپ اچونه هم وکړي

سوریش راینا وایي چې هندوستان لوبډله اوس نیمه وخت توپ اچوونکي (فارټ ټایم بالر) ته سخته اړتیا لري، هغه دا خبره وروسته له هغې وکړه کله چې هندوستان دریمه شل اوریزه سیالۍ استرالیا ته وبایلله، نوموړی وایي د یو ټیم لپاره داسې لوبغاړی ډیر مهم وي چې بیټ او بال دواړه وکړي.

نوموړی چې په خپله هم وخت ناوخت هندوستان ته توپ اچونه کوي وایي چې د هندوستان لپاره پخوا سچن ټنډولکر، وریندر سهواک هم وخت ناوخت توپ اچونه کړې چې ډیره ګټوره تمامیده، راینا وایي د داسې وخت ناوخت توپ اچوونکو په مرسته موږ آن نړیوال جام ګټلی دی، راینا وایي د یوه ټیم لپاره تر ټولو ډګر ساتنه ډیره مهمه ده ځکه د لوبې بریا او بایل له دې ځایه څرګندیږي نو باید لوبډله له ټولو اړخونو جوړه وي.
هندۍ لوبډله اوس په اسټرالیا کې ده د یورځنیو لوبو لړۍ یې بایللې خو د شل اوریزو یې ګټلې او تیسټ لوبو ته را وخت شته.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې