دلوبغاړو په اړه

د بین سټوکس پلار جید سټوکس ومړ

د انګلینډ لوبډلې مشهور الراونډر لوبغاړي بین سټوکس پلار جید سټوکس په نیوزلینډ کې اوسیده چې د مغزو د سرطان له امله یې څاه ورکړه او مړ شو، نوموړی سږ کال په دې ناروغۍ اخته شوی و له زیاتې تداوي وروسته یې بیا هم اعلاج ونه شو او ومړ.

د سټوکس پلار داسې مهال مړ کیږي چې نوموړي لوبډله له سولي افریقا سره د لوبو تر کنسل کیدو وروسته همالته قرنطین ده، سټوکس له دې مخکې یو ځل له خپل پلار سره لیدلي و خو د مړ کیدو پر مهال نوموړی له خپلې کورنۍ څخه لرې دی.
سټوکس وایي دا زموږ لپاره ډیر سخت وختونه دي ځکه زموږ کورنۍ په غم کې ده خو موږ له یو بل سره یوو، د یوبل ملاتړ کوو او او خپلو کې مینه لرو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې