دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کرن نور: کولدیپ یادوف او جدیجا له ډهوني پرته سمه توپ اچونه نه شي کولای

د هندوستان پخواني ویکټ ساتوونکي او توپ وهوونکي کرن نور ویلي چې کولدیپ یادوف او رویندرا جدیجا له ام اس ډهوني پرته سمه توپ اچونه شي کولای او دوی دواړه له هغه پرته په لوبو کې ناکام توپ اچوونکي دي، نوموړي ویلي ددوی د بریا اصلي دلیل ام اس ډهوني و هغه د ویکټو تر شاه دوی دواړو ته په میدان کې لارښوونه کوله او دوی بریالي وو.
نوموړی دا خبرې وروسته له هغې کوي چې هندۍ لوبډله د اسټرالیا په خلاف په لومړیو دوه یو ورځنیو لوبو کې په توپ اچونه کې ضعیفه وه هماغه علت و چې اسټرالیا ته یې دوه سر په سر لوبې وبایللې، نوموړی په دې باور دی چې کولدیپ او جدیجا نور د هندوستان لپاره غوره توپ اچوونکي نه دي ځکه دوی اوس مشوره نه ترلاسه کوي.
ډهوني له کریکټ استفاع کړې او دهغه پر ځای بل لوبغاړی کیل راهول د ډهوني دنده مخ ته وړي او د هندۍ لوبډلې ویکټ ساتوونکی دی، خو دوی دواړو ته د ډهوني په څیر مشورې نه شي ورکولای.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې