دلوبغاړو په اړه

ویرات کوهلي: موږ د ام اس ډهوني ارمان وکړ

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ په تیره شل اوریزه سیالۍ کې ویرات کوهلي د ام اس ډوهني ارمان کړی او ویلي یې دي چې موږ هغه پسې خفه یو، دا قصه هغه وخت رامنځته شوه چې د ډهوني مینه والو په یوه لویه پرده د ډهوني نوم لیکلی و او ورسره یې لیکلي و چې “ته زموږ یادیږې ام اس ډهوني” کله چې اوسني کپتان د مینه والو لخوا دغه جوړ شوی بینر ولید نو ده هم خپلې دوه ګوتې پورته کړې او وې ویل چې زما هم یادیږي او ځانته یې اشاره وکړه.

ویرات کوهلي اوس مهال د هندوستان لوبډلې کپتان دی او اوس د اسټرالیا سره په لوبو بوخت دی کوم چې لوبې پر مهال یې د هغه د لوبو ارمان کړی دی، ډهوني له ۲۰۱۹ کال نړیوال جام وروسته له نړیوال کریکټ څخه استفاع وکړه او له هغه وروسته يوازې په ای پی ایل لوبو کې ولوبیده اوس د هغه مینه وال او هندي لوبغاړي د ډهوني ارمان کوي او هغه پسې خفه دي.

ام اس ډهوني هم په دې اړه په خپل ټیوټر د تیرې ورځې د صحنې یادونه کړې او له خپلو مینه والو یې مننه کړې.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې