دلوبغاړو په اړه

سنډیپ لامیچن به د قیس احمد پر ځای بیګ باش کې واخستل شي

داسټرالیا هېواد بیګ باش لیګ چې سږ کال په کې پنځه افغان لوبغاړي اخستل شوي راشد خان، محمد نبي، مجیب ځدران، نوراحمد او ظاهر خان هغه لوبغاړي دي چې په دې لیګ کې د مختلفو لوبډلو لخوا اخستل شوي او په سږني بیګ باش سیالیو کې به ولوبیږي، تیر کال دغو سیالیو کې بل افغان لوبغاړی قیس احمد هم اخستل شوی و؛ خو نوموړی سږ کال د کومې لوبډلې لخوا نه دی پیرل شوی او اوس مهال په لنکا پریمیر لیګ کې په لوبو بوخت دی.

د قیس احمد لوبډله هوبارټ هاریکانیس پلان لري چې سږ کال د قیس پرځای نیپالی سنډیپ لامیچن په لوبو کې واخلي، لامیچن د کرونا تیسټ هم مثبت دی خو دغه لوبډله هغه ته په تمه ده ترڅو یې لوبډلې ته راولي او دقیس ځای ونیسي، ددې لوبډلې روزوونکي ادم ګریفټ او د هغه ټیم ویلي چې موږ به ددې کال لپاره له سنډیپ لامیچن سره لاسلیک وکړو او هغه سره مو په دې اړه پیغامونه تبادله کړي دي موږ خوښ یو چې هغه لوبډلې ته راولو.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې