نړیوال کریکټ

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره ښه خبر.

پاکستانۍ لوبډله څه موده وړاندې نیوزیلینډ ته د لوبو کولو لپاره ورغلې وه، خو د نیوزلینډ د سختو او قانوني پړاوونو له امله دغه لوبډله د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین وه، چې ترڅو ددې لوبډلې د کرونا پایلې مثبتې نه وي، خو د معمول خلاف ددې لوبډلې لس غړي په نیوزیلینډ کې په کرونا اخته شول، د نیوزلینډ د روغتیا وزیر پاکستانۍ لوبډلې ته اخطاریه هم ورکړې وه، هغه ویلي و که پاکستان ټیم د قرنطین اصول مراعت نه کړي نو شاید لوبې لغوه اعلان شي، همداراز د پاکستان د کریکټ مشر مصبا الحق هم وویل چې باید لوبغاړي له احتیاط کار واخلي او قرنطین مراعت کړي کنه بیرته به پاکستان ته راوغوښتل شي.
خو د نیوزیلینډ د روغتیا وزارت نن تائید کړه چې یو شمیر پاکستاني لوبغاړي له کرونا ښه شوي او پایلې منفي راوتلي او هغوی چې اوس هم ناروغان دي کوم خطر نه شي جوړولی ځکه کرونا یې زوروره نه ده، نو ددوی قرنطین به هم پایته ورسیږي.
پاکستان له نیوزیلینډ سره د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لړۍ لري چې په همدې میاشت کې به پیل شي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې