دلوبغاړو په اړه

راشد خان : انوشکا شرما، پریټي زینټا، او عامر خان یې د خوښې اداکاران دي، او په هندې فلمونو کې د خوښې فلم دانګل دی

افغان لوبغاړی راشد خان او د نړۍ مشهور لیګ سپینر توپ اچوونکی دا مهال په اسټرالیا کې دی او د بیګ باش لوبو لپاره څو ورځې مخکې دغه هېواد ته رسیدلی ترڅو له خپلې لوبډلې اډلیډ سټرایکرز سره ولوبیږي، نوموړی اوس مهال په یوه هوټل کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شوی دی

راشد خان په هوټل کې د قرنطین پر مهال د خپلو مینه والو پوښتنو ته ځواب وایي او تازه ترې کوم مینه وال د بالیووډ د خوښې ادا کارانو په اړه پوښتلي دي او راشد یې هم بغیر له ځنډه ځواب ویلی دی.
راشد خان د هغه په ځواب کې ویلي چې په بالیووډ کې یې د خوښې اداکاران انوشکا شرما، پریټي زینټا او عامر خان د خوښې لوبغاړي دي او دانګل فلم یې د بالیووډ سینما د خوښې فلم دی، دا لومړی ځل نه دی چې راشد خان خپل د خوښې اداکاران ښکاره کوي بلکې له دې مخکې یې هم څو ځله د انوشکا شرما یادونه کړې.
آن تر دې مشهوره شوی دی چې انوشکا په ګوګل کې د راشد په میرمنه مشهوره ده که چیرته په ګوګل کې پلټنه وکړو چې د راشد خان میرمن څوک ده نو د انوشکا نوم به راشي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې