افغانستان کریکټ

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړې

د کریکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه توپ اچونې په تازه درجه بندۍ کې لا هم افغان لوبغاړي راج کوي راشد خان لومړی او مجیب الرحمن په دوهم مقام کې ځای لري، خو د نړۍ د سترو لوبډلو اسټرالیا، انګلینډ، هندوستان، سویلي افریقا، پاکستان او ویسټ انډیز په څېر توپ اچوونکي تر دوی وروسته دي.

همداراز د شل اوریزه الروانډرانو په درجه بندۍ کې بیا افغان مشهور لوبغاړی محمد نبي له بنګلدیشي شکیب الحسن مخکې راغلی او دوهم ځای یې خپل کړی دی، همداراز د توپ وهنې په تازه درجه بندۍ کې بیا افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي ریورس ګیر لګولی دی له پنځم مقام څخه آن ۸ ګذار شوی دی، همدار راز پاکستانی بابر اعظم له لومړي مقامه دوهم ته راغلی او لومړی ځای ترې انګلینډي ډیويډ میلن نیولی
او د یو ورځنیو لوبو په تازه درجه بندۍ کې افغان سوکه توپ اچوونکي مجیب الرحمن د توپ اچوونکو په قطار کې دریم ځای لري له ده مخکې نیوزیلینډی ټرین بولټ لومړی او هندی جسپریټ بومرا دوهم مقام لري.
د الروانډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام له شکیب الحسن او دوهم هم له ستوري محمد نبي سره دی، او د توپ وهنې په درجه بندۍ دوه لومړي مقامونه له هندي لوبغاړو ویرات کوهلي او روحیت شرما سره دي چې دریم ځای کې بیا پاکستانی بابر اعظم دی.
او د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې بیا هیڅ کوم افغان لوبغاړی نه لیدل کیږي، ټیسټ لوبو کې بیا مخکښ لوبغاړي اسټرالویان دي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې