دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندوستان لپاره بد خبر جدیجا به د اسټرالیا خلاف په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ونه اوسي

د هندوستان نوموتی الروانډر کیدای شي په راتلوونکو ټیسټ سیالیو کې په لومړۍ لوبه کې ونه لوبیږي، چې دا هم د هندوستان لپاره یو بل خطر دی.
نوموړی تیره اونۍ په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې د لوبې پر مهال ټپي شو او له لوبې وویستل شو له همدې امله شاید هغه په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې ونه لوبیږي او دا دهندوستان لپاره یو بد زیری دی.

نوموړی شاید درې اونۍ ارام وکړي ترڅو یې ټپ روغ شي او بیرته لوبو ته راوګرځي، د هندوستان کریکټ کنټرول بورډ هم ویلي چې که هغه روغ هم شي باید زیات ارام وکړي ترڅو یې ټپونه ښه شي.
خو راپورونه وایي هغه د ټپونو له امله شاید په دوهمه ټیسټ سیالۍ کې هم ونه اوسي.
د جدیجا په اړه دا خبر داسې مهال خپریږي چې له وړاندې ویل شي ویرات کوهلي به دخپلې لومړۍ لوبه وروسته په رخصتۍ هندوستان ته لاړشي، روحیت شرما به د قرنطین له امله په لومړیو لوبو کې غیر حاضر وي او اوس د جدیجا ژوبلیدل هندوستان ته یو بل خنډ جوړ کړ.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې