دلوبغاړو په اړه

د شاهد افریدي نوم له ګالي ګلیډیټرز لوبډلې څخه پاک شو

شاهد افریدی په لنکا پریمیر لیګ کې اخستل شوی و او د ګالي ګلیډیټرز لوبډلې کپتان هم و، نوموړی یوازې په دریو لوبو کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبیده او له هغې وروسته بیرته خپل هېواد پاکستان ته لاړ او خپله لوبډله یې په نیمایي کې پرېښوده.

افریدي او یو شمیر رسنیو د لنکا پریمیر لیګ څخه د تلو علت کورنۍ ستونزې ښودلي؛ خو یو شمیر رسنۍ بیا وایي چې نوموړي له افغان لوبغاړي نوین الحق سره له لفظي شخړې وروسته دغه لوبډله پرېښوده او پاکستان ته لاړ، خو یو شمیر اوس هم وایي چې ښکاره علت یې معلوم نه دی.
اوس تازه راپورونه خپاره شوي چې د شاهد افریدي نوم له ګالي لوبډلې څخه پاک شوی، خو دی لومړی لوبغاړی نه دی چې نوم یې له دې لوبډلې څخه پاکیږي بلکې له ده مخکې لیست ملینګا، سرفراز احمد او کولن انګرام نومونه هم له دې لوبډلې څخه پاک شوي دي.
لنکا پریمیر لیګ کې پنځه لوبډلې شاملې دي چې ټولې په کې ۲۳ لوبې ترسره کیږي او اوه افغان لوبغاړي هم په دې لیګ کې اخستل شوي دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې