دلوبغاړو په اړه

انوشکا شرما خپل عاشق کوهلي ته د تیرې ورځې د بریا مبارکي ورکړې

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ تیره ورځ د شل اوریزه سیریز دوهمه لوبه هم ترسره شوه چې هندوستان په دې سیالۍ کې بریا خپله کړه، ددې بریا سره د هندوستان سینما مشهورې اداکارې او د ویرات کوهلي میرمن انوشکا شرما خوشحالي ښودلې او په دې اړه یې خپله مینه څرګنده کړې ده ټول ټیم ته یې مبارکي ویلې ده.

تیره سیالۍ کې ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو هارډیک پانډیا نظر نورو ته ښه و او ښه یې ځان ثابت کړ.
د ویرات کوهلي میرمنې انوشکا شرما په خپل انسټګرام ددې بریا وروسته لیکلي چې یوه تاریخي بریا مو مبارک شه ستاسو غوره ټیم دی زه خپلې مینې ته مبارکي وایم بریالي اوسئ.
د انوشکا او ویرات کوهلي په اړه خبرې کول نن سبا د رسنیو سرټکي ګرځیدلي او ددوی په اړه خبرې کول ډیر زړه راښکوونکي وي، خبرونه وایي چې د راروان د جنورۍ په میاشت کې به ددوی دواړو نوی زیږیدلی ماشوم نړۍ ته راشي او ویرات کوهلي به د ډسمبر په ۱۷ مه د لومړۍ تیسټ لوبې وروسته هندوستان ته ورشي او په وروستیو دریو ټیسټ لوبو کې به شتون ونه لري.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې