دلوبغاړو په اړه

ویراټ کوهلي : نن شپه ډیویلیرز ته پیغام لیږم چې د دې شاټ په اړه څه وایي

ویرات کوهلي اوس د ای بي ډیویلیرز پیښې کوي او هغه ته زور ښایي نن یې هغه ته په یوه لیږلي پیغام کې د هغه د سټایل په اړه له هغه پوښتلي چې ددې شاټ په اړه څه وایي؟ دا شاټ ډیویلیرز لومړی ځل وهلی او د هغه په نوم مشهور شاټ دی چې ایجاد کوونکی یې هم هغه دی.

ویرات خپله ددې شاټ په اړه ویلي چې پانډیا ته مې ویل چې ددې شاټ وهلو تمه مې نه درلوده پانډیا هم وویل چې ما هم داسې فکر نه کاوه خو ته بریالی شوې، ویرات کوهلي دغه شاټ په نننۍ لوبه کې د انډریو ټای په خلاف ترلاسه کړ چې د ای بي ډیویلیرز رکارډ یې مات کړ.

دا لا تراوسه معلومه نده ده چې د ویراټ کوهلي د دې شاټ په اړه به د دې شاټ متخصص یاهم ایجاد کوونکی ای بي ډې ویلیرز څه ووایي خو ویرات هغه خپل پیغام استولی دی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې