دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

راشد خان د هندي الراونډر هارډیک پانډیا ستاینه کړې ده

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لیګ برېک سوکه توپ اچوونکي راشد خان د هندي الراونډر لوبغاړي هارډیک پانډیا ستاینه کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې پانډیا یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په ارامه او سړه سینه باندې خپل ګیم ترسره کوي. 

دا په داسې حال کې ده چې نن هارډیک پانډیا د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې یو په زړه پوری اننګز نندارې ته وړاندې کړ او د نوموړي له بیټ څخه نیمه سلیزه ووهل شوه، چې پر بنسټ یې هند کریکټ ملي لوبډلې دوهمه شل اورېزه سیالۍ هم په خپلې بریا سره پاېته ورسوله او د شل اورېزو لوبو سیرېز یې په خپل نوم کړ. 

راشد خان بیا د پانډیا توپ وهنه ستایلي ده او په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ یې لیکلې دي: ((هارډیک پنډیا یو له نرم مزاجه او ښه توپ وهونکو لوبغاړو څخه دی.)) راشد خان پر داسې مهال د هارډیک پانډیا ستاینه کوي، چې اوس مهال په اسټرالیا کې دی او ډېر ژر به د بیګ باش سیالیو له پیلیدو سره سم دغه لیګ کې را څرګند شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې