دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

په پنځوس اوریزو لوبو کې د چټکې سلیزې ریکارډ جوړونکې کوري انډرسن هم د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره د نه لوبیدو اعلان وکړ

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې مشهور الراونډر کوري انډرسن د پاکستاني سمیع اسلم څخه وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه چې نور به د نیوزیلینډ پرځای د امریکا په کورنیو لیګونو او ملي لوبډله کې لوبیږي.

کوري انډرسن د نړۍ هغه مخکښ لوبغاړی دی چې د ویسټ انډيز پروړاندې د نیوزیلینډ په ګټه د سلیزې ستر ریکارډ له ځانه سره لري، نوموړي ویلي، دا پرېکړه یې وروسته له هغې کړي چې امریکایي کرکټ لوبډلې درون هرکلی کړی، هغه زیاتوي په امریکا کې ژوند ترنورو هیوادونو ډېر ښه دی دا چې کرکټ زما لپاره یوه ځانګړي لوبه ده نو د ژوند اساس باید هم وټاکم، زه دا پرېکړه په خورا خواشینۍ سره کوم خو زه مجبوره یم د نیوزیلینډ لپاره نور ونه لوبیږم، ما لپاره نیوزیلینډ کرکټ بورډ او لوبډله ډېر زیات اهمیت لري، د یادلو ده چې امریکا کرکټ لوبډلې لپاره به د دې وروسته نیوزیلینډي، کوري انډرسن، پاکستانی سمیع اسلم، او جنوبي افریقایي ډن پيډيټ، ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې