دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ د کین ویلیمسن د اوټ کیدو پلانونه نیول، خو په اوسني وخت کې د خپلو ویکټو په درول کې تر هرڅه ناکام لیدل کیږي

د ټاکلي مهالویش له مخې د ویسټ انډيز او کوربه نیوزیلینډ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه لاهم روانه ده، دې لوبه کې ټاس مېلمه لوبډلې وګټه او د توپ وهنې بلنه یې کوربه لوبډلې ته ورکړه، نیوزیلینډ لوبډلې د کین ویلمسن، د ډبل سلیزو پرمټ ۵۱۹ منډې په لومړۍ پاڼۍ کې جوړي کړي، د نیوزیلینډ لپاره په توپ وهنه کې کین ویلمسن، ۲۵۱، ټام لیتم، ۸۶ او کیل بیا ۵۱ منډې جوړي کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په لومړي اننګز کې ۱۳۸، او په دوهم اننګز کې تر دې دمه ۱۹۶ منډې ترلاسه کړي دي، د ویسټ انډیز لپاره چټک بالر الزاري جوزیپ نېمه سلیزه او ترڅنګ یې جیمرن بلک ووډ بیا ۸۰ منډې جوړي کړي دي او دواړه ناټ اوټ په میدان کې ولاړ دي، د یادولو ده چې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله، یوازي څلور نور لوبغاړي له ځانه سره لري ترڅو پري د غر پڅير هدف پوره او دوه نورې ورځي په میدان کې پاتي شي، دلته بیا نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله څلورو نورو ویکټو ته ضرورت لري چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې مقابلې لوبډلې ته سخته ماته ورکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې