دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

وسیم اکرم : زمونږ لپاره دا ستر شرم دی چې لوبغاړي مو په بهرني هیواد کې کرونا کیږي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ مشهور پخواني لوبغاړي وسیم اکرم ویلي، دا د پاکستان لپاره ستر شرم دی چې لوبغاړي په بهرني هیواد کې کرونا کیږي، پاکستان کرکټ بورډ ته پکار و چې لومړی یې د ټولو لوبغاړو د کرونا سم ټیسټونه اخیستی وی او بیا یې بل هیواد ته لیږلی وی، زه پوره ډاډه یم چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د بد وضعیت سره په لوبو کې د نیوزیلینډ سره مخ شي ځکه دوی ډېر وخت دننه په هوټل کې پاتې شوي،

پاکستان او نیوزیلنیډ کرکټ ملي لوبډلې د روانې میاشتې په ۱۸ نېټه خپل سیریز پیلوي خو لاهم معلومه نده چې دا لوبې به ترسره شي او که نه؟ ځکه نیوزیلینډ هیواد پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د تمریناتو اجازه هم نه ورکوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې