دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

شکیب الحسن سره د اوږد ځنډ وروسته مرکزي قرارداد امضا شو

د بنګله دیش کرکټ بورډ تاید کړي چې د مخکښ بنګله دیشي الراونډر سره یې سینټرل یا هم مرکزي قرار داد امضا کړ، دا چې بنګله دیش کرکټ بورډ په کور دننه د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې سره درې پنځوس اوریزې، دوه شل اوریزې، او درې ټیسټ لوبې لري نو مجبور دي چې د یوکلن بندیز وروسته خپل غوره الروانډر شکیب الحسن بیرته لوبډلې ته راستون کړي.

دا چې په ټوله نړۍ کې مرکزي قراردادونه له هغه لوبغاړو سره کیږي چې کلني د کرکټ کیریر یې ترنورو لوبغاړو ښه وي، د بنګله دیش د کرکټ بورډ غړی اکرم بیا وایي، مونږ د شکیب پر وړتیا باور لرو، پوهیږو چې نوموړی پر هر سخت وخت کې د خپلې لوبډلې لپاره ډېر څه کولای شي، اکرم زیاتوې د روانې میاشتې په ۲۵ نېټه باندې مجبور یو چې یو کمپ د لوبغاړو لپاره په لار واچوو، نوموړي د ویسټ انډيز سره د سیالیو په اړه خبریالونو ته په یو رسمي کنفرانس کې وویل، دا لوبلړۍ به د ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ منځ کې پیل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې