دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د نیوزیلینډ د روعتیا وزارت : پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د تمرینات اجازه نشته

پاکستان کرکټ ملي لوبډله چې د تیرې نومبر میاشې په ۲۴ نيټه نیوزیلینډ هیواد د سیالیو لپاره په سفر تللي وه، تراوسه یې د لس مشهور لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت ازمایل شوی، دې لوبډلې ته د نیوزیلینډ هیواد د روعتیا وزارت لومړی اخطار دا و چې که د قرنطین اصول عملي نکړي له هیواده به یې وشړي، اوس په تازه یو راپور کې راغلي چې د نیوزیلینډ د روعتیا وزارت پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د تمریناتو هيڅ اجازه نه ورکوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لاهم څلور ورځي نورې پاتې دي ترڅو د قرنطین ټاکلي نيټه یې پای ته ورسوي، پاکستان کرکټ بورډ په یو یو پیغام کې بیا ویلي، دا وخت د لوبغاړو لپاره ډېر سخت دی خو مونږ باید دا سیریز ترسره کړو که څه هم دا به ډېره ناممکنه وي، دا د نیوزیلینډ هیواد د روعتیا وزارت پورې تړلې خبره ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته به د تمریناتو اجازه ورکړي کنه؟ د یادلو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی لوبه د همدې میاشې په ۱۸ نيټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې