نړیوال کریکټ

د جنوبې افریقا او انګلیستان کریکټ لوبډلو ترمنځ راتلونکي لوب لړۍ وځنډول شوه

د انګلیستان او جنوبې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ راتلونکي لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ وځنډول شوه، د کریکټ مخکښو ورزشي وېبپاڼو راپور له مخې چې دا سیالۍ وروسته له هغې وځنډول شوه چې د یو لوبغاړي کرونا ویروس ټیسټ مثبت وښودل شو.

د انګلیستان او وېلز کریکټ بورډ پر وېنا چې دا پرېکړه د روغتیایي مسؤلینو له لوري شوې ده چې ور څخه یې موخه د لوبغاړو او خلکو ژوند ته خوندیتوب دی. نو له همدې کبله د دواړو کریکټ بورډونو مشرانو د سوېلي افریقا کګاناډري ګویند او د انګلیستان کریکټ بورډ اجرایوي رئیس ټام هریسن په ګډه موافقه وکړه چې د دواړو کریکټ لوبډلو ترمنځ راتلونکي لوبه وځنډوې.

د یادولو وړ ده چې دا د افریقا کریکټ ملي لوبډلې دریم لوبغاړی شو چې د انګلیستان د سفر په جریان کې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ مثبته ازموینه ورکوي. له دې وړاندې دوه لوبغاړو له سیالۍ مخکې د کووېډ ـ ۱۹ مثبته ازموینه ورکړې وه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې